د اوکراين کلتوري ديپلوماسۍ مياشت ۲۰۲۵
Outdated translations are marked like this.
Ukraine's Cultural Diplomacy Month 2025
[Social media: #UCDMonth] • [Link here: ucdm.wikimedia.org.ua]

په ويکيپېډيا کې د اوکرايني کلتور د پوښښ ښه کولو لپاره د ليکلو ننگونې ته ښه راغلاست!
- څه: دا يوه ليکنيزه سيالۍ ده چې موخه يې د بېلابېلو ژبو ويکيپېډياگانو کې د اوکرايني کلتور او اوکرايني وگړو اړوند ليکنې جوړول او سمول دي. د وړانديزي ليکنو لړليک د ننگونې چمتو کوونکو له خوا چمتو شوی دی. ترټولو فعاله گډونوال به جايزې ترلاسه کړي.
- کله: دا ليکنيزه سيالۍ به له ۰۰:۰۱, ۱۴ اپريل ۲۰۲۵ (UTC) نېټې څخه تر ۲۳:۵۹, ۱۶ می ۲۰۲۵ (UTC) پورې دوام وکړي.
- څنگه: د سيالۍ جوړښت ساده دی، څلور پړاوه لري: خوښې وړ ليکنه ټاکل → د کړي کار په بدل کې نومرې ترلاسه کول → تر شوني بريده د ډېرو نومرو ترلاسه کول → د ونډو بدل کې جايزه ترلاسه کول!
- څوک:هر ويکيپېډياگر چې په هره ويکي کې گڼون ولري، کولی شي په دې سيالۍ کې برخه واخلي. د گډون لپاره تاسو بايد د گډونوالو برخې کې لاسليک وکړئ.
- ولې: د دې سيالۍ له لارې موږ هيله لرو چې د اوکراينيانو لپاره د اوکراين کلتوري ليکنې ښې کړو او په ويکيپېډيا کې د لوړ کيفيت مالومات ډاډمن کړو. دا سيالۍ د ويکيمېډيا اوکراين له خوا د [:en:Ukrainian Institute|اوکرايني انستېتيوت]] او د اوکراين بهرنيو چارو وزارت په مرسته په لار اچول شوې ده.
- Previous campaigns